IQNA

د کعبې کوټې دروازه د معطر کونې ددستورو لپاره پرانیستل شوه(فیلم)

15:50 - July 23, 2024
د خبر لمبر: 3489580
ایکنا – د خانه کعبه د وینځلو او خوشبوي کولو  کلنۍ دستورې د مکې مکرمې د یوشمیر لوړپوړو سیاسی او مذهبی چارواکو په شتون سره ترسره شوې او  د خداي د کور دروازه هم پکې پرانیستل شوه.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د خانه کعبې د معطر کونې او وینځلو کلنۍ دستورې د عربستان د پاچا په نمایندګۍ  دمکې مکرمې د سیمې مرستیال  امیر سعود بن مشعل  او له نورو اسلامی هیودونو څخه د یوشمیر بلل شوو میلمنو په شتون سره ترسره شوې.

په دغو دستورو کې،د خانه کعبې د دروازې په پرانیستل کیدا سره د خدای د کور داخلی  برخې په زمزم اوبو سره او  په ګلاپو اوبو سره په معطر کولو سره له دوړو پاکې شوې او  د کعبې د کوټې د دیوالونو ځيني برخې  هم په  دغو ټوکرو سره صفا کړئ شوې. دغه مخلوطې دستورې  هرکال د مسجد الحرام او مسجد النبي د منجور یا تولیّت  له خوا  د زمزم  او  د ګلا د  اوبو په ترکیب سره  ترسره کیږي.

په دغو دستورو کې شتون یو لوي ویاړ حسابیږي  او د نورو اسلامی هیوادونو یو شمیر سیاسی او مذهبی  چارواکي  هرکال د عربستان د سیاسی او مذهبی چارواکو له خوا  په دغو دستورو کې د ګډون لپاره  بلل کیږي.

  د خداي د کور د وینځلو او معطر کولو په معنا     د ؛غسل الکعبې ؛دستورې  د خانه کعبې د پرَدې  له کلنیو دستورو سره  چې هر کال د نوي هجری قمری کال  په پيلیدا کې ترسره کیږی، توپیر لري.

 

https://iqna.ir/fa/news/4228003

captcha